Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني د پاکستاني علماوو او اسحاق ډار د څرګندونو هرکلی وکړ

کابل (پژواک، ۷ مرغومې ۱۴۰۴): د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د پاکستان د علماوو او دغه راز د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار له څرګندونو هرکلی وکړ.
هغه نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د ټولو هغو اړخونو او لوريو ستاینه کوي چې د افغانستان په تړاو ښه نیت او مثبت ګومان لري.
ده زیاته کړه: “لکه څنګه چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د علماوو غونډه وشوه او د افغانستان په اړه یې د خیر څرګندونې وکړې، موږ ترې مننه کوو. همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د افغانستان په تړاو د خیر څرګندونې کړې دي. موږ وایو چې دا ډول مثبتې څرګندونې د هېوادونو ترمنځ نیک تعاملات پیاوړي کوي او ولسونه یو بل ته نږدې کوي، او موږ د ټولو ستاینه کوو.”
د کورنیو چارو وزیر وویل”موږ د وطن د ابادۍ اراده کړې، نور دې موږ سره ابادۍ کې ملګري شي، موږ څخه دې څوک تشویش نه لري، موږ د بیارغونې هوډ کړی او له نورو غواړو په دې لاره کې دې زموږ د هیواد ملګري شي، له ناسمو دريځونو او د افغانستان په اړه له ناسمو نیتونو دژ لاس واخلي.”
د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د پاکستان د علماوو د غونډې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې د اختلافاتو د هواري یوازینۍ دوامداره او عملي لار د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې دي.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د علماوو غونډې د پریکړی هرکلی کړی.
شاوخوا دوې اونۍ مخکې په کابل کې د علماوو او لوړپوړو چارواکو غونډې د هېواد دفاع شرعي او ملي وجیبه وبلله او ويې ويل چې د هېواد هېڅ وګړي ته پر نورو هېوادونو د تېري اجازه نه ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.