کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او ویلي یې دي چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلای شي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د افغانستان او متحده ایالتونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې وشوې.
متقي ویلي، څه باندې څلور کاله مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ تعامل عملاً نوي پړاو ته داخل شوی.
هغه زیاته کړې چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلای شي.
یاد وزارت لیکلي چې زلمي خلیلزاد په افغانستان کې ډاډمن امنیت او د بیارغونې په برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.
سرچینه زیاتوي، د متحده ایالتونو پخواني استازي هم په خپل وار د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو موضوعګانو خبرې اترې مهمې وبللې او د دوه اړخیزو ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP