کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): افغانستان ته د پاکستاني درملو د وارداتو له درېدو وروسته، یو شمېر روغتیايي متخصصین وايي چې ډېری دغه درمل لازم کیفیت او اغېز نه لري او ورته مهال، د کابل یو شمېر ښاریان د دغو درملو د وارداتو بندېدو هرکلی کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو او درملو د قاچاق مخنیوي قانون توشیح، په دې برخه کې یو مثبت ګام بولي او وايي چې تر ډېره د قاچاقي درملو مخه نیول شوې او په دې برخه کې د ا.ا جدي هڅې روانې دي؛ ځکه چې په بازار کې د ټیټ کیفیتلرونکو درملو شتون د افغانستان روغتیايي سیسټم او د درملنې بهیر ته زیان رسوي. دغهراز، روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي چې د درملو وارداتو لپاره د پاکستان پر ځای له بدیلو لارو استفاده وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې له هغه وروسته چې پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې، اسلامي امارت هم د روان کال د لړم میاشتې په ۲۱مه له دغه هېواد سره ټوله سوداګري ودروله او د همدې میاشتې په ۲۲مه مالیې وزارت اعلان وکړ چې له راتلونکو درېیو میاشتو وروسته له پاکستانه واردېدونکي درمل نه «محصولوي».
په اعلامیه کې له پاکستانه د درملو له ټولو واردوونکو غوښتل شوي وو څو تر ټاکلي وخته خپلې سوداګریزې معاملې پای ته ورسوي او په جدي توګه له بدیلو لارو کار واخلي.
روغتیايي متخصصین: د پاکستان د وارداتي درملو لویه برخه بېکیفیته ده
د کابل ښار په وزیر محمداکبرخان روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیع پژواک خبري اژانس ته وویل: «د درملو د کیفیت په اړه نهشو کولای په عمومي ډول ووایو چې چېرته یې درمل ښه کیفیت لري او چېرته کیفیته نه لري؛ ځکه هغه درمل چې له مختلفو هېوادونو واردیږي، ځیني درمل ښه کیفیت لري او د یو شمېر نورو هېوادونو ډېری درمل ټیټ کیفیت لري.»
هغه زیاته کړه: «دا چې د پاکستاني درملو واردات بند شوي، لامل یې دا دی چې ډېری پاکستاني درمل جعلي دي او ټیټ کیفیت لري، موږ شاهدان یو چې ځیني درمل چې په پاکستان کې کارول کېږي، ښه کیفیت لري او هغه درمل چې افغانستان ته یې رالیږي، ټیټ کیفیت لري، ښايي کمپنۍ یې پخپله په ټیټ کیفیت تولیدوي.»
ډاکټر رفیعي وايي چې په پاکستان کې به یې درمل مشخص کول، پر ډېری درملو به یې لیکل، «یوازې افغانستان ته د صادراتو لپاره»، په دې معنا چې هغه یې د بل هېواد لپاره هم نه جوړول.
هغه له پاکستانه افغانستان ته د وارد شوو درملو د ټیټ کیفیت په اړه زیاته کړه: «یو لامل چې زموږ ډېری ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، همدا موضوع وه، زموږ ډېری ډاکټران ښه وړتیا لري، زه خپله شاهد وم، ډېری ناروغانو ته مې د ورته درملو سپارښتنه کړې، دوی اخیستي، خو پر ناروغ یې اغېز نه دی کړی، ناروغ اړ شوی چې پاکستان ته ولاړ شي، هلته یې هم همدغه درمل ورکول او ښه کېدل.»
په همدې حال کې، د زړه د ناروغیو متخصص ډاکټر ایمل موحد وویل چې تر ټولو لوړ کیفیتلرونکي درمل له هند، ایران او ترکیې څخه واردیږي، خو د پاکستان د درملو کیفیت ډېر ټیټ دی.
هغه زیاته کړه: «له نېکهمرغه موږ په افغانستان کې لابراتوارونه لرو چې د درملو کیفیت پهکې چک کېږي، که د درملو کیفیت خراب وي، هغه درمل په افغانستان کې نه کارول کېږي او نه راجسترېږي، بلکې بېرته مستردیږي، پخوا ډېر بېکیفیته درمل واردېدل، خو اوس یې مخه نیول شوې ده.»
هغه زیاته کړه، هغه درمل چې هر هېواد یې د خپل ځان لپاره تولیدوي، معمولاً باکیفیته وي، خو هماغه درمل چې نورو هېوادونو ته صادرېږي، کېدای شي لازم کیفیت او اغېز ونه لري او کله کله په قاچاقي ډول هم واردېږي.
هغه وايي: «ډېر ښه کار وشو چې له پاکستانه د درملو واردات بند شول؛ ځکه موږ باید خپل تولیدات او خپلو شرکتونو ته ترجیح ورکړو، هغه درمل چې په هېواد کې تولیدېږي، هم باکیفیته دي او هم ښه پایله ورکوي.»
«ډاکټران دې د پاکستاني درملو پر ځای په هېواد کې تولیدېدونکي درمل تجویز کړي»
د کابل د درملو او روغتیايي محصولاتو د عمده پلورونکو رییس مسجدي همت وویل چې درمل له ایران، هندوستان، مالیزیا، اندونیزیا، ټایلنډ، ویتنام، کوریا، ترکیې، چین، المان، روسیې، اوزبېکستان او نورو بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته واردېږي.
د هغه په وینا، شرکتونه په ټوله کې هڅه کوي چې باکیفیته درمل وارد کړي؛ ځکه که بېکیفیته درمل وارد کړي، کله چې نتیجه ورنه کړي، نو خپله زیان ویني او هغه درمل چې له بهره واردیږي، د درملو او خوړو ادارې له لوري کنټرولېږي او وروسته د پلور اجازه ورکول کېږي.
هغه د پاکستاني درملو د بېکیفیتوالي په اړه وویل: «دلته زموږ هېوادوال پر حق دي، … له بېلابېلو لارو نه یوازې په قانوني ډول، بلکې په غیرقانوني ډول هم واقعاً داسې درمل شته چې په قاچاقي ډول واردېږي، هلته داسې کارخونې شته چې تقلبي، دوبلیکیټ یا کاپي درمل جوړوي چې افغانستان ته راځي، په دې اړه اسلامي امارت پرېکړه کړې چې قاچاق باید بند شي او درمل باید له قانوني لارو وارد شي.»
هغه له ډاکټرانو غواړي چې د پاکستاني درملو پر ځای دې ناروغانو ته د هېواد دننه تولیدېدونکي درمل توصیه کړي څو خلک له دغو درملو سره لا ډېر بلد شي.
د تقلبي او بېکیفیته درملو په اړه د ښاریانو شکایتونه
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم د پاکستاني درملو د وارداتو بندېدو هرکلی کوي.
د کابل ښار اوسېدونکی سید فرید هاشمي د پاکستاني درملو د وارداتو بندېدو په اړه وویل: «بېحده خوشحاله یم؛ ځکه پاکستاني درمل یوازې په نوم درمل وو، خو که په اصل کې یې له هغو درملو سره پرتله کړو چې پخوا مو خپله درلودل، له صفر سره ضرب وو، موږ خوشحالېږو چې خپل تولیدات ولرو.»
هغه وايي: «اسلام تقلب ډېر بد ګڼي او په اسلام کې هيڅ جواز نه لري، [د عامې روغتیا وزارت] باید هڅه وکړي، هغه شرکتونه چې دوا واردوي، کنټرول کړي او څېړنه یې وکړي، د هغوی درمل دې لابراتوار ته وسپاري څو خلک له باکیفیته درملو استفاده وکړي.»
د کابل ښار د «چهار قلعه وزیراباد» اوسېدونکی علي هم وايي: «موږ ډېر خوشحاله یو چې د پاکستاني درملو واردات بند شوي؛ ځکه بېکیفیته دي، موږ ته ګټه نهرسوي. د دې پر ځای چې موږ ښه کړي، وضعیت مو لا خرابوي، که یوه ناروغي مو ښه کړي، لس نورې ناروغۍ راته پیدا کوي.»
هغه له اسلامي امارته غواړي چې د درملو له کورني تولیداتو ملاتړ وکړي.
د معیاري او با کیفیته درملو د تامین لپاره د عامې روغتیا وزارت هڅې
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي: «د درملنې لپاره د معیاري درملو شتون اړین دی. له بده مرغه د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې د درملو قاچاق ډېر و او دا افغانستان ته د بېکیفیته درملو د واردېدو یو لامل و خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته تر ډېره حده د درملو د قاچاق مخنیوی شوی او یو مثبت ټکی دا دی چې قاچاقي درمل تر ډېره صفر کچې ته راښکته شوي دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یو بل مثبت کار هم شوی چې هغه د خوړو او درملو د قاچاق د مخنیوي قانون توشیح وه چې له مخې یې یو وزارتې بورډ جوړ شوی چې د بېکیفیته او قاچاقي درملو مخنیوی کوي.
هغه دغهراز وویل، د درملو د قاچاق مخنیوي لپاره په بېلابېلو زونونو کې د لابراتوارونو جوړېدل پیل شوي چې څه باندې ۳۰۰ میلیون افغانۍ مصرف پرې شوی او اړین تجهیزات هم ورته برابر شوي دي.
ډاکټر شرافت زمان زیاته کړه: «په بازار کې د بېکیفیت درملو شتون د افغانستان د روغتیا سیسټم ته زیان رسوي او ډېری خلک فکر کوي چې د افغانستان روغتیايي کارکوونکي د درملنې معیارونه نه پوره کوي او د درملنې وړتیا نه لري، اوس چې الحمدالله موږ په افغانستان کې ډېر علمي کادرونه لرو، خو د بېکیفیت درملو له امله به زموږ ډېری ناروغان نه رغېدل.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند په وینا، یوه بله ستونزه دا وه چې ځینې ناروغۍ به پرمختللې حالت ته رسېدې، په داسې حال کې چې موږ په لومړي پړاو کې د هغو مخنیوی کولای شوای خو بېکیفیته درمل یو خطرناک فکټور دی چې د دې لامل کېږي څو د ناروغۍ درملنه په لومړي پړاو کې ونه شي او دویم او درېیم پړاو ته ورسېږي.
د هغه په وینا، بل ټکی دا دی چې د افغانستان خلک غریب دي، کله چې درمل بېکیفیت وي، د خلکو پیسې بېځایه مصرفېږي؛ ځکه د بېکیفیته درملو له امله باید بیا بیا روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړي.
هغه زیاته کړه، یو بل اړین ګام دا دی چې د لابراتوارونو معیارونه ښه شوي او د فساد مخنیوی شوی؛ مخکې که نمونې هم راتلې، سمه نتیجه به یې نه ورکوله خو اوس د معیاراتو پر بنسټ درمل واردېږي او د درملو د ثبت او جواز ورکولو بهیر پیل شوی، په دې برخه کې معیارونه ټاکل شوي او هر درمل چې افغانستان ته واردېږي، باید جواز ولري، ثبت شي او بیا افغانستان ته راوړل شي.
نوموړي وویل، زموږ ټیمونه په دوامداره توګه د درملتونو او معاینه خونو څارنه کوي او ولس سره د موضوع شریکولو لپاره کنفرانسونه دایر شوي څو خلکو ته معلومات ورکړل شي.
ډاکټر زمان وايي چې د اسلامي امارت ژمنتیا هم دا ده چې خلکو ته معیاري او با کیفیته درملنه وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت پراخې هڅې کړې؛ تازه مو له ایران سره د تطبیقي پلان تړون لاسلیک کړ دغهراز، د هند د عامې روغتیا وزیر سره هم د نورو درملو په اړه خبرې کړې څو د هغو درملو پر ځای چې مخکې له پاکستانه واردېدل، له بدیلو لارو کار واخیستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP