پلعلم (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک کې ۸۵ تولیدي شرکتونو ته ۵۰۰ جریب ځمکه وېشل شوې او ډېر ژر به خپل فعالیتونه پیل کړي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه اندازه ځمکه د بنسټیزو تولیدي فابریکو جوړولو ته ځانګړې شوې او یاد شمېر فابریکو له فعاليدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د محمداغې په صنعتي پارک کې زر جریبه نوره ځمکه هم د وېش لپاره چمتو ده او ډېر ژر به پر سوداګرو او صنعتکارانو ووېشل شي.
صدیقي دغهراز وویل چې د محمداغې صنعتي پارک به نه یوازې د لوګر د اقتصادي ودې او پیاوړتیا سبب شي، بلکې د زرګونو کسانو لپاره به د دوامدار کار او عاید زمینه هم رامنځته کړي.
د صنعت او سوداګرۍ رییس ټینګار وکړ چې هڅه کوي لوګر پر یوه صنعتي، ځانبسیا او پرمختللي ولایت بدل او په همدې موخه به له صنعتکارانو سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP