کابل (پژواک، ۷ مرغومې ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند، د سولې او اقتصاد نړۍوال انسټيټيوټ له لوري د ناامنو هېوادونو په نوملړ کې د افغانستان راوستل ناعادلانه بللي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی دی.
د راپورونو له مخې، د سولې او اقتصاد نړۍوال انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې افغانستان د ناامنو هېوادونو په ډله کې راوستی و او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته «که څه هم جګړې کمې شوې خو کمزورې حکومتولۍ او بشري ستونزو سیاسي بېباوریو ته لمن وهلې.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي: «د دې نهاد په اړه موږ نه پوهېږو چې دوی څوک دي او څرنګه یې د افغانستان په اړه دغسې له حقیقته لری او غیرمنصفانه قضاوت کړی دی او افغانستان یې د ناامنه هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی دی.»
هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته افغانستان بشپړ امن دی او افغانستان کې یو بېمثاله ثبات راغلی او له شاوخوا ۴۵ کلنو جګړو او ناامنیو وروسته د افغانستان خلک دغسې یو بېسارې امنیت تجربه کوي.
نوموړی وایي، دا یو د پام وړ پرمختګ دی، باید تقدیر او وستایل شي، نه دا چې په مقابل کې یې منفي تبلیغات وشي او خلکو ته تشویشونه ایجاد شي.
هغه دغهراز زیاتوي: «دغه ډول ځینې نهادونه یا خو د ناسمو معلوماتو پر استناد خپل راپورنه ترتیبوي او له اصلي واقعیتونو ناخبره وي او یا هم د ځينو استخباراتي کړیو له لوري هغوی ته پروژې ورکول کېږي تر څو د افغانستان اوسنی وضعیت چې یو بې بیلګې او بېسارې امنیتي وضعیت دی، دا ناامنه وښیې او خلکو ته تشویشونه پیدا کړي.»
فطرت ویلي، اسلامي امارت هغه منفي، ناسم او غیرمنصفانه راپورونه او معلومات چې د ځینو نهادونو له خوا نشریږي، په کلکه ردوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP