Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د یوې شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

پل‌علم (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د خپلمنځي ستونزو له امله رامنځته شوې یوه شخړه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار اړوند د سروکلا سیمه کې د خپلمنځي ستونزو له امله رامنځته شوې شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د رحمت‌الله په نوم یو کس لومړی ټپي شوی و خو وروسته یې د ژورو ټپونو له امله روغتون پر لاره سا ورکړې ده.

د نوموړي په خبره، یاده پېښه – چې د خپلمنځي ستونزو له امله شوې – جنايي بڼه لري.

د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دغه قتل عامل د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

سرچینې ډاډ ورکړ چې نیول شوی کس به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.