Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل له خوا د «سومالي‌لنډ» په رسمیت پېژندل غندلي

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د اسرائیل له لوري د «سومالي‌‌لنډ» په رسمیت پېژندل غندلي او ویلي یې دي چې دغه اقدام د یوه اسلامي هېواد د بېلولو هڅه ده او د سیمې پر سوله او ثبات منفي اغېز لرلای شي.

د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسرائيلي رژیم له لوري د «سومالي‌ لنډ» په رسمیت پېژندنه په کلکه غندي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغه اقدام د یوه اسلامي هېواد د بېلولو هڅه ده؛ د نړۍوالو قوانینو او د سومالیا اسلامي هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی چې د سیمې پر سوله او ثبات منفي اغېز لرلای شي.

سرچینې لیکلي چې دغه ډول اقدامات هيڅ ډول مشروعینت او قانوني حیثیث نه لري.

د راپورونو له مخې، سومالي لنډ سیمه په ۱۹۹۱ کال کې له کورنۍ جګړې وروسته د سومالیا له هېواد جلا شوه، خو تر اوسه د ملګرو ملتونو کوم غړي هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.