Language

ګواتیمالا کې یوې درې ته د بس لوېدو پېښه؛ ۱۵ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): د ګواتیمالا ځایي چارواکي وایي چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې یوې درې ته د یوه مسافروړونکي بس لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون د توتونیکاپان ولایت اړوند سیمه کې شوې، هغه سیمه چې د ځمکې د لوړو ژورو له امله یې د دید ساحه کمه او چلوونکي تل له ستونزو سره وي.

د چارواکو په وینا، دغه بس چې له ګواتیمالاسیټي ښاره مکسیکو پولې ته نږدې د سان‌مارکوس ولایت پر لور روان و، د نامعلومو دلایلو له امله شاوخوا ۷۵ متره ژورې درې ته لوېدلی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د دې پېښې په قربانیانو کې ۱۱ نارینه، درې ښځې او یو ماشوم شامل دي. دغه‌راز، ویل شوي چې د پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال په پیل کې هم د ګواتیمالاسیټي په څنډه کې یوې ککړې درې ته د یوه بس لوېدو له امله څه باندې ۵۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي وو.