Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابینې غونډه کې د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو پر جوړولو خبرې وشوې

کابل (پژواک، ۸ مرغومې ۱۴۰۴): د کابینې په غونډه کې په هېواد کې د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو پر جوړولو او راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو په برابرولو اړوند خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، نن د رئیس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې دوولسمه غونډه ترسره شوه.

هغه لیکلي، په غونډه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي چې ایا کولی شي معیاري نفت تصفیه کړي.

د ده په خبره، همداراز سپارښتنه ورته وشوه چې د نفتو کارخونو پانګوال وهڅوي، ترڅو په معیاري توګه کارخونې جوړې او د اړتیا وړ ماشینري پکې نصب کړي.

فطرت زیاته کړې، د دې ترڅنګ د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د اسلامي امارت مشرتابه له فرمان سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو سره ناسته وکړي، ترڅو خلکو او په ځانګړي ډول هغو کډوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي، د کورونو جوړولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.