Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۲۰۲۵ کال یو ورځنیو سیالیو نړۍواله درجه‌بندۍ کې راشدخان او عمرزي لومړي مقامونه خپل کړي

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ یو ورځنیو سیالیو په نړۍواله درجه‌بندۍ کې راشدخان په توپ‌اچوونکو او عظمت‌الله عمرزي په الراونډرانو کې لومړي مقامونه خپل کړي او محمدنبي بیا د الراونډرانو په درېیم مقام کې ځای لري.

د کرکټ نړۍوالې شورا د خپرو شوو معلوماتو له مخې، راشدخان د ۲۰۲۵ کال د کرکټ یو ورځنیو لوبو غوره توپ‌اچوونکو نوملړ کې د ۷۱۰ نومرو په درلودو سره تر دې مهاله تر ټولو مخکې دی.

همدارنګه په دغه نوملړ کې د انګلیستان تېز توپ‌اچوونکی جافر ارچر په دویم او د هند ورو توپ‌اچوونکی کولدیپ یادو په درېیم مقامونو کې راغلي دي.

دغه‌راز، راشدخان د تېر ۲۰۲۴ کال په پای کې هم د یو ورځنیو لوبو د غوره توپ‌اچوونکو درجه‌بندۍ په سر کې و.

د کرکټ نړۍوالې شورا د معلوماتو له مخې، عظمت‌الله عمرزی د ۲۰۲۵ کال په پای کې د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو درجه‌بندۍ کې تر ټولو مخکې دی او محمدنبي په درېیم او راشدخان بیا د الراونډرانو په درجه‌بندۍ کې په پنځم مقام کې راغلي دي.

دغه‌راز، د الراونډرانو په درجه‌بندۍ کې د زمبابوې لوبغاړی سکندر رضا په دویم مقام کې راغلی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.