Language

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته لاړ

کابل (پژواک، ۹ مرعومی ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر عمان ته ولار.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن سه‌شنبه د دغه وزارت د وزیر ملا حمید الله اخندزاده په مشرۍ پلاوی په یوه رسمي سفر عمان هېواد ته ولاړ.

سرچینې زیاته کړې، یاد پلاوی به د سفر پر مهال د عمان هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د هوایي چلند او ځمکني ټرانسپورټ د پیاوړتیا او پراختیا په تړاو ناستې ولري.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو تر څنګ به د ټرانسپورټ او هوایي چلند برخو کې پر ځینو مهمو موضوعاتو هم بحثونه وشي.