Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د فاریاب د پوهنې ریاست کفیل شیخ عبداللطیف نذیر وایي چې د سبز سیمې د نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه بنسټ په مالي مرسته او د «ډارټ» موسسې له لوري جوړه شوې ده.

د هغه په وینا، یاد ښوونځی ۱۳ درسي ټولګي، یوه اداري څانګه، د لابراتوار خونه، د ساتونکي خونه، د ښاري برېښنا بشپړ سیسټم، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو څا، د زده‌کوونکو لپاره د لوبو میدان او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

هغه زیاته کړه چې ګټې اخیستنې ته د یادې ودانۍ په سپارل کېدو سره ۴۶۸ زده‌کوونکي خوندي ښوونیز چاپېریال ته لاسرسی مومي او د زده‌کوونکو له کورنیو او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د ښوونځي په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي.

ورته مهال، په فاریاب کې د «ډارټ» موسسې استازی انجنیر سیف‌الدین مرادي وایي چې دا د ښوونځي اوومه ودانۍ ده چې د ناروې د شاهي هېواد په مالي ملاتړ د ۱۴۰۴ کال په لړ کې بشپړه او د پوهنې ریاست ته سپارل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د یاد ښوونځي پر جوړولو ۱۸.۶۵۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د روان کال د وري په میاشت کې د ۱۲ ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شوې چې له دې ډلې د پنځو ودانیو کار تر ۹۰ سلنې بشپړ شوی او ډېر ژر به پرانیستل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.