فراه (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): په فراه کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې سېلابونو له امله یو کس مړ او لږ تر لږه څلور نور ټپیان شوي دي.
د فراه له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې رییس مولوي محمداسراییل سیار وویل چې د تېرې شپې سېلابونو د دغه ولایت په ګلستان، فراهرود، بالابلوک، خاکسفید او بکواه ولسوالیو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د هغه په وینا، تر اوسه په بکواه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور سخت ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړي دغهراز وویل چې په یادو سېلابونو کې کورونو او کرنیزو ځمکو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.
هغه د طبیعي پېښو پر وړاندې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ او ویې ویل، یادې ادارې دا مهال د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره خوراکي توکي، خېمې او کمپلې چمتو کړي او ډېر ژر به یې د وېش لړۍ پیل شي.
بلخوا، د فراه والي ملا محمدحافظ مجاهد د اړوندو ادارو له مسوولینو وغوښتل چې د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري او د اوښتو زیانونو کره شمېرې راټولې کړي.
ورته مهال، د فراه د خاکسفید ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د سېلابونو له راتلو وروسته له ناسم وضعیت سره مخ دي.
د هغوی په وینا، سېلابونو ګڼ استوګنیز کورونه لاندې کړي، ځیني کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP