خوستښار (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په ځاځيمیدان ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د ځاځيمیدان ولسوالۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې برخې مسوولینو د دې ولسوالۍ د داڼیو جبهې کلي کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، په ترلاسه شوو وسلو او مهماتو کې دوه راکټونه، ۱۵ لاسي بمونه، ۱۱۰۰ د پيکا مرمۍ، دوه صندوقه د دهشکې مرمۍ، ۲۴ د راکېټ مرمۍ او ۲۴ د راکېټ مرمیو پټاکۍ شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د یادو مهماتو په تړاو د سیمې درې کسان هم نیول شوي چې تر څېړنو لاندې دي.
د یادونې ده، څو اونۍ مخکې هم په یاده ولسوالۍ کې یوه اندازه مهمات چې په غیرقانوني ډول ساتل شوي وو، ترلاسه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP