Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د انګلیستان په یوه روغتون کې پر پنځو کسانو له برید وروسته یو افغان نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د انګلیستان په شمال‌لوېدیځ کې په یوه روغتون کې پر پنځو کسانو د اوسپنیزې الې په وسیله له شوي برید وروسته یو افغان نیول شوی دی.

بی‌بی‌سي نن په یوه راپور کې د برېتانیا د پولیسو له قوله لیکلي، يو ۲۰ کلن ځوان چې په اصل کې د افغانستان دی، د دغه هېواد د شمال‌لوېديځ په يوه روغتون کې پر پنځو کسانو د اوسپنيزې الې په وسیله له بريد وروسته نيولی دی.

پوليسو ویلي، د ټپيانو حالت ښه دی او هيڅ يوه ته ژوند ګواښوونکی زيان نه دی رسېدلی او د نيوټن لي وېلوز په روغتون کې د ټپيانو سملاسمي درملنه شوې ده.

په راپور کې د برېتانيا په شمال‌لوېديځ کې د پولیس په حواله لیکل شوي: «مشکوک کس ظاهراً روغتون ته له ډاګتر سره د ليدو لپاره تللی و، خو کله یې چې غوښتنه رد شوه او ترې وغوښتل شول چې ولاړ شي، په غوسه شوی و.»

پولیس وایي، یاد ځوان یې د شخړې او زیان رسولو له امله نیولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.