Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د څښاک اوبو ته د کابل ښار د اوسېدونکو د لاسرسي په اړه د یوې سروې پایلې

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): د یوې سروې پایلې ښيي چې د کابل ښار په ځینو سیمو کې اوبه ۴۰ متره ټیټې شوې دي. د سروې نږدې ۵۷ سلنه ګډونوالو ویلي چې د څښاک اوبه له خصوصي شرکتونو پېري او یوازې ۱۰.۵ سلنه خلک د څښاک اوبه له دولتي سرچینو ترلاسه کوي.

دغه سروې د سلام افغانستان رسنیزې موسسې او سلام‌وطندار راډیو له ‌خوا د «د څښاک اوبو ته د کابل ښار د اوسېدونکو لاسرسي» تر سرلیک لاندې اعلان شوې ده.

دغه سروې د دوو میاشتو په موده کې په میداني ډول، د کابل ښار په ۲۰ ناحیو کې د نږدې پنځه سلنه مېرمنو په ګډون له ۱۸۰۰کسانو سره ترسره شوې چې ډېری یې په انګړ لرونکو کورونو کې ژوند کوي.

د یادې سروې پایلې چې د سلام‌ وطندار راډیو خبریال محمدنصیر کشاورز وړاندې کړې، ښيي چې دا څېړنه د څښاک اوبو ته د کابل ښار د اوسېدونکو د دوامدارو لاسرسي د کچې سنجولو، د اوبو د تأمین لپاره د کورنیو لګښتونو د ارزونې او په دې برخه کې د کورنیو د اقتصادي عوایدو سنجولو په موخه ترسره شوې ده.

د سروې پایلې ښيي چې ۶۰ سلنه ګډونوالو ویلي، د خصوصي شرکتونو اوبه هم د کیفیت له پلوه خرابې دي.

هغه ویلي، د سروې پایلې ښيي چې په کابل ښار کې د ډېرو کورنیو عواید ټیټ او اندېښمنوونکي دي او د دغو عوایدو یوه لویه برخه، نږدې نیمایي یې، د څښاک اوبو د تأمین لپاره مصرفېږي.

پایلې ښيي چې په کابل کې د اوبو بحران یوازې یو زیستي بحران نه دی، بلکې په مستقیم ډول یې د کورنیو پر معیشت دروند فشار راوستلی دی.

کشاورز وايي: «د سروې پایلې ښيي چې د ځمکې لاندې هغه اوبه چې د خلکو یا اوسېدونکو دي، د خصوصي شرکتونو له لوري راایستل کېږي او بېرته په همدې خلکو یا اوسېدونکو پلورل کېږي

د سروې پایلې ښيي چې ۶۲.۲ سلنه ګډونوالو ویلي چې د دوی په سیمه کې تر ۴۰ مترو پورې اوبه ټیټې شوې دي او نږدې ۷۲ سلنه ګډونوالو ویلي چې حکومت پر هغو خصوصي شرکتونو چې د څښاک اوبه پلوري، څارنه نه لري.

سلام افغانستان رسنیزه موسسه او سلام‌ وطندار راډیو وايي، د دوامدارو څېړنیزو او رسنیزو پروګرامونو پلي کول، د ټولنیزو او اقتصادي ننګونو دقیق انعکاس، د ستونزو حل ته د حکومت او نړۍوالو ادارو پام وراړول، د خلکو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا، کلتوري اقدامات او پراخ معلومات ورکول هغه وړاندیزونه دي چې باید په پام کې ونیول شي.

په یاده ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې د اوبو سرچینو رییس عزیزالرحمن عزیز وویل چې د للندر بند ډیزاین بشپړ شوی او د جوړېدو لپاره یې هڅې روانې دي.

هغه وویل، یاد بند کولای شي شاوخوا ۴.۵ میلیونه کسانو ته اوبه برابرې کړي.

د عزیز په وینا، د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۴۰ تر ۱۲۰ مترو پورې ټیټه شوې، خو ورسره د اوبو د مدیریت لپاره هم ډېر کارونه روان دي.

دغهراز، په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي وویل چې رسنۍ باید د اوبو د مدیریت او مصرف په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

هغه زیاته کړه: «رسنۍ باید دې برخو ته پام واړوي او دغهراز د مصرفېدونکو اوبو د بیاکارونې په تړاو هم فکر وشي

د چاپېریالساتنې ملي ادارې مرستیال مولوي سعدالدین سعید وویل چې افغانستان داسې ګازونه نه لري چې له امله یې نړۍ ته زیان ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «افغانستان د ګل‌خانه‌يي ګازاتو په تولید کې ۰.۰۸سلنه ونډه لري چې د ده په وینا، خورا کمه ده… افغانستان اقلیمي بدلون ځپلی او د اوبو له سخت بحران سره مخ دی

سعید پر خلکو غږ وکړ چې هر کس باید د اوبو په مدیریت کې خپله ونډه ادا کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.