Language

سمنګان کې یوه ښځه له کورني بنده ازاده شوه

ایبک (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): سمنګان کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په دره‌صوف بالا ولسوالۍ کې یوه ښځه له اته کلن کورني بنده ژغورل شوې ده.

د سمنګان د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاده ښځه د خپلې کورنۍ د غړو له لوري د دره‌صوف ولسوالۍ په یوه کلي کې اته کاله په سختو شرایطو کې ساتل کېده چې د ځایي چارواکو له خبرېدو وروسته وژغورل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښځه له ژغورل کېدو وروسته لومړی د ولسوالۍ کلینیک او وروسته د لا ښې درملنې لپاره د سمنګان ولایتي روغتون ته ولېږدول شوه.

د مسوولینو په وینا، د یادې ښځې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

سرچینه زیاتوي، د دې قضیې په تړاو څو کسان نیول شوي او د نورو ښکېلو کسانو د پېژندنې او نیولو هڅې روانې دي.