Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې په سېلابونو کې لسګونه بند پاتې کسان ژغورل شوي

فراه (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): په فراه کې امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې په سېلابونو کې لسګونه بند پاتې کسان د ژغورنې ټیمونو له خوا ژغورل شوي دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدري وویل چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو د لوېدیځ زون د ځمکنیو او هوايي ځواکونو په همکارۍ د فراه ښار مرکز اړوند قرغ‌زرد او دزدک سیمو کې د عملیاتو پر مهال په درېیو الوتنو کې په سېلابونو کې بند پاتې شاوخوا ۲۰۰ کسان ژغورلي او خوندي ځایونو ته یې لېږدولي دي.

ورته مهال، د فراه د عامې روغتیا رییس مولوي شیخ میرصدام وویل چې په یادو سیمو کې مجهز روغتیايي ټیمونه حاضر وو او ژغورل شوو کسانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د فراه په وروستیو سېلابونو کې د مالي زیانونو ترڅنګ یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څو نور ټپیان شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.