کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): اندونیزیا کې د اسلامي امارت سفیر د دغه هېواد د فوټسال فدراسیون له رییس سره په لیدنه کې د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ګډون، چمتووالي او د ورزشي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې د ا.ا د سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د فوټسال فدراسیون له رییس سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو د فوټسال جام سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې پر ګډون او چمتووالي خبرې وشوې.
سرچینې لیکلي، دواړو لورو د افغان لوبغاړو لپاره د تمرین لپاره د میدانونو، د اوسېدو د اسانتیاوو او دوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې وکړې.
د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ورزشي همکاریو پر پیاوړتیا، دوامداره اړیکو او ګډو هڅو ټینګار وکړ.
د یادونې ده، د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو د فوټسال جام سیالۍ په اندونیزیا کې ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP