Language

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

ایبک (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴): سمنګان کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وویل چې دا پېښه پرون ماښام (پنجشنبه) د خُلم ولسوالۍ مربوطاتو کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې ده.

د هغه په په خبره، په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

رحماني زیاته کړه چې د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت ټیم د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د یادې ولسوالۍ کلینیک ته لېږدولي دي.

د ترافیکو د مدیریت مسوولین د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي بولي او وایي چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.