میمنه (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴): د فاریاب په شېرینتګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ څوارلس کلنه دښمني چې له امله یې درې کسان وژل شوي وو، د فاریاب د والي، د علماوو شورا او ځايي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
یاده دښمني هغه مهال د شېرینتګاب ولسوالۍ د «چوکازيو» قوم د دوو کورنیو ترمنځ پیل شوې وه چې د ځمکې او څرځای پر سر په شخړه کې د یوې کورنۍ یو کس او د بلې کورنۍ دوه کسان وژل شوي وو او یو کس ټپي شوی و.
د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي د سولې او پخلاینې په هغې غونډه کې چې پرون ماښام (پنجشنبه) د ولایت مقام په تالار کې جوړه شوې وه، وویل چې د دې خونړۍ شخړې د حل لپاره له دواړو لورو سره غونډې وشوې او بالاخره د والي، د علماوو شورا د رییس او سیمهییزو مخورو د پرلهپسې هڅو په پایله کې دواړو متخاصمو لورو په بشپړ اخلاص د دې قضیې د حل واک هغوی ته وسپاره.
نوموړي زیاته کړه چې منځګړو له غور کولو او د دواړو لورو د خبرو له اورېدو وروسته، د الله ج د احکامو او د اسلامي شریعت په رڼا کې، پرته له کوم طرف نیولو خپله پرېکړه وکړه او څوارلس کلنه دښمني یې پر سوله، ورورولۍ او یووالي بدله کړه.
د فاریاب والي وایي، له هغه وروسته چې د والي په توګه ټاکل شوی، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د قومونو او کورنیو ترمنځ ګڼې دښمنۍ حل او فصل کړې او پاتې څلور یا پنځه نورې قضیې به هم د علماوو شورا او د سیمو د مخورو په همکارۍ حل او فصل کړي.
له بلې خوا، د فاریاب د علماوو شورا رییس شیخ عبدالجلیل شهیدخېل وویل: «د ۱۳۹۱ کال د لړم په ۲۱مه عبدالمالک نومی کس د شېرینتګاب ولسوالۍ د جلایر په کلي کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو او زوی یې سعد ملک ټپي شو. همدارنګه د ۱۳۹۳ کال د لېندۍ په ۱۱مه محمدبشیر او د ۱۳۹۵ کال د حمل په ۱۷مه فیضالله چې د حاجي خوانین زامن وو، د شېرینتګاب د حاجي وکیل په سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شول، چې له همدې ځایه د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پیل شوه.»
نوموړي زیاته کړه چې دا موضوع د قومي مخورو له لارې د فاریاب والي او د ولایت شورا ته وړاندې شوه او هغوی د دواړو لورو ترمنځ منځګړیتوب ته دوام ورکړ، تر هغه چې بالاخره یې د سولې او پخلاینې لپاره د دواړو خواوو رضایت ترلاسه کړ.
هغه زیاته کړه: «موږ د دواړو خواوو او د هغوی د قومونو د شپېتو کسانو له خوا لاسلیک شوی اختیارلیک واخیست او د همدې اختیارلیک پر بنسټ مو پرېکړه وکړه چې، د دې لپاره چې د وژل شوو د قتل کره شواهد نشته، د یتیمانو د حق ادا کولو او د بالمال سولې لپاره، نه د دیت په توګه، د حاجي عبدالرازق کورنۍ د محمدشریف کورنۍ ته ۷۵۰ زره افغانۍ ورکړي او همدارنګه محمدشریف دې مقابل لوري ته یو میلیون او ۷۵۰ زره افغانۍ ورکړي.»
د هغه په خبره، که له دواړو لورو هر یو د پرېکړې خلاف عمل وکړي، د خدای، د هغه د رسول او د اسلامي امارت پر وړاندې به ملامت او مسوول وي.
خو د دواړو کورنیو استازي غونډه کې پاڅېدل او ویې ویل چې د ولایت د رهبرۍ او د علماوو شورا ټولې پرېکړې پرته له کوم شرطه مني، خو د خپلو شهیدانو وینه به هيڅکله د پیسو په بدل کې معامله نه کړي.
مولوي دلاور، د وژل شوي فیضالله زوی، د دوو کورنیو ترمنځ د سولې له هڅو مننه وکړه او ویې ویل: «موږ د خپلو شهیدانو وینه هيڅکله د پیسو په بدل کې نه پلورو، موږ پیسو ته اړتیا نه لرو، موږ د الله ج او د هغه د رسول لپاره عمومي بښنه وکړه او پر دې پرېکړه به کلک ولاړ یو.»
له بلې خوا، حاجي محمدشریف چې د مولوي دلاورخان مقابل لوری دی، وویل، هغه سوله او پخلاینه چې د والي او د علماوو شورا په منځګړیتوب شوې، تر پیسو ډېر ارزښت لري او ده د مال لپاره سوله نه ده کړې، بلکې غواړي د دوستۍ او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي او کرکې او دښمنۍ ته نه ووایي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP