Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ژمی او په زړو خېمو کې ژوند؛ زرنج ښار کې د لسګونو بې‌ځایه شوو او راستنو شوو کورنیو کیسه

زرنج (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴): د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار د «ترمینل» سیمه کې لسګونه داخلي بې‌ځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ په دې ساړه ژمي کې تر زړو او څیرو خېمو لاندې ژوند کوي؛ دغلته هغه میندې او پلرونه چې خپل ماشومان له یخنۍ د ژغورلو لپاره په غېږو کې نیسي، له حکومت او خیریه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.

د زرنج ښار د «ترمینل» سیمې په یوه شخصي او ورانه ځمکه کې ۸۰ بې‌وزله داخلي بېځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ شپه او ورځ تر خېمو لاندې تېروي. هغوی په داسې حال کې د مرستو غوښتنه کوي چې یو له مسؤولینو د دغو کورنیو لپاره د مرستو د وېش خبر ورکوي.

په دغو کورنیو کې داسې ښځې هم ژوند کوي چې هم میندې دي، هم د کور نفقه راوړونکې او هم د خپلو ماشومانو وروستۍ هیله. دا هغه کونډې او میندې دي چې له سېلابونو او کډوالۍ وروسته نن تر څیرو خېمو لاندې له ژمي او بې‌وزلۍ سره مبارزه کوي.

قزل‌ګل چې په یخنۍ او بې‌کورۍ کې ژوند کوي

قزل‌ګل تاجک چې د کندوز ولایت اصلي اوسېدونکې ده، یو کال مخکې د سېلابونو له امله خپل کور له لاسه ورکړ. هغه اوس د زرنج ښار د «ترمینل» سیمه کې د لسګونو هغو بې‌وزلو کورنیو ترڅنګ ژوند کوي چې د طبیعي پېښو یا له ایران څخه د رااړول کېدو له امله بې‌کوره شوې او شپه او ورځ تر زړو او څیرو خېمو لاندې تېروي.

قزل‌ګل چې کونډه ده، وایي: «موږ ان سمه خېمه نه لرو، تر یوه څیري ترپال لاندې ژوند کوو، د شپې تر سهاره له یخنۍ رپېږو، ماشومان مو ناروغه کېږي، کمپلې نه لرو، هيڅ نه لرو. د خدای دربار ته مو په دې دښته کې پناه راوړې ده، ژمی پر موږ ډېر سخت تېرېږي.»

هغه چې وايي د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې یې نسبتاً ارام ژوند درلود، زیاته کړه: «یو خټین کور مې درلود چې ژوند مو پکې تېراوه، خو سېلاب راغی او هر څه یې یووړل. مېړه مې د کور تر خاورو لاندې شو، خو موږ ژوندي پاتې شوو. زموږ کرنیزې ځمکې هم خرابې شوې، له خپلو ماشومانو سره نیمروز ته راغلم، ویل یې دلته کار شته او ژمی دومره سخت نه دی، خو دلته نه کار شته او نه ژوند اسانه دی.»

هغې چې د غرمې ډوډۍ لپاره یې د چای دمولو لپاره په دیګدان کې لرګي اېښودل، وویل چې ډېری ورځې یوازې وچه ډوډۍ له چای سره خوري.

هغه له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د خېمو د اوسېدونکو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

سبزه‌ګل: ډېرې ورځې وږي پاتې کېږو

سبزه‌ګل، بله کونډه ده چې د سېلابونو له امله یې ټول څه له لاسه ورکړي. هغه چې د قزل‌ګل د خېمې ترڅنګ، له ناروغ مېړه او اوو وړو ماشومانو سره په یوه زړه خېمه کې ژوند کوي وایي چې د یخنۍ او سون‌توکو نشتوالي له امله یې ټول ماشومان ناروغ شوي دي.

هغې زیاته کړه: «له لوږې او یخنۍ مړه کېږو، زموږ په خېمو کې هيڅ نشته؛ پرون باران و، خېمه مو څڅېده، موږ حتا سمه خېمه نه لرو… ډېرې ورځې د خوړو لپاره ډوډۍ نه لرو او ماشومان مې وږي پاتې کېږي.»

سبزه‌ګل له حکومت، مرستندویه ادارو او خیرغوښتونکو غواړي چې دوی ته سرپناه، ژمني کالي او خوراکي توکي برابر کړي، کنه ټول به ناروغ شي.

هغې زیاته کړه: «له دولت، مؤسسو او خیرغوښتونکو غواړم چې پر موږ رحم وکړي؛ د مېړه پښتورګي مې تیږه لري، ماشومان مې ناروغه دي، زه خپله د وینې لوړ فشار لرم… حیرانه یم چې څه وکړم.»

ایستل، بې‌کوري او له سبا وېره

ریزه‌ګل بله ښځه ده چې شاوخوا درې کاله وړاندې یې مېړه او زوی، چې د کور ډوډۍ راوړونکي وو، د ایران پر لور د مهاجرت پر مهال ورک شول. هغه چې تازه له ایرانه راستنه شوې، اوس له یوې بلې کونډې ښځې سره په یوه خېمه کې ژوند کوي.

هغه وايي: «د شپې مو یخ کېږي، زه ان ځان ته جلا خېمه نه لرم، د یوې بلې کونډې په خېمه کې ژوند کوم. زموږ په کور کې هيڅ نشته، په یوه میاشت کې هم حمام ته نه شو تللی، صابون او شامپو نه لرو، ژوند راته ډېر سخت دی.»

هغه چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښنه لري، له خیریه بنسټونو، حکومت او خلکو غواړي چې د دې سیمې له اوسېدونکو سره مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه: «له دولته غواړو چې زموږ حال ته رسېدنه وکړي، موږ ته سرپناه راکړي؛ زموږ ماشومان ژمنیو جامو ته اړتیا لري، ستونزې مو ډېرې دي، موږ ته خوراکي توکي ووېشي.»

په همدې حال کې، خان‌مراد چې د بلخ ولایت اصلي اوسېدونکی دی او تازه له ایرانه راستون شوی، وایي، د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته تللی و، خو یوه میاشت مخکې را و ایستل شو، اوس له خپلې کورنۍ سره په زرنج ښار کې په خېمه کې ژوند کوي؛ هغه ژوند چې د ده په وینا «ډېر دردناک» دی.

خان‌مراد چې د زرنج ښار د منډوي بازار کې مزدوري کوي، وویل: «څو ورځې مې کار وکړ، ۷۰۰ افغانۍ مې وګټلې، خو ټولې مې د ناروغو ماشومانو پر درملنه ولګولې. دولت او مؤسسې باید موږ ته پام وکړي.»

ژمنۍ مرستې؛ د راتلونکي لپاره یوه هیله

د نیمروز د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې رییس مولوي قاسم‌محمد وایي چې د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې په ملاتړ، د چهاربرجک، خاشرود، کنگ او چخانسور ولسوالیو کې ۱۵۷۶ زیانمنو کورنیو ته تر څلور میلیونه زیاتې افغانۍ مرستې وېشل شوې دي.

د هغه په خبره، په دغه بهیر کې هرې کورنۍ ته ۲۶۵۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې او ژمنه کوي چې په راتلونکي پړاو کې به د زرنج ښار د خېمو اوسېدونکي هم د مرستو تر پوښښ لاندې راشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.