کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴): په المان کې د بایرن مسیحي سوسیال اتحادیې ګوند د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د افغان او سوریايي پناهغوښتونکو پر وړاندې سخت اقدامات وکړي او ژر دې خپلو اړوندو هېوادونو ته ولېږل شي.
دویچهوله راپور ورکړی چې د المان د بایرن مسیحي سوسیال (سیاېسیو) ګوند دغه غوښتنه د هغه پرېکړهلیک په مسوده کې کړې چې د دغه هېواد په پارلمان (بوندستاګ) کې د دغه ګوند د ایالتي فراکسیون د راتلونکي ناستې لپاره جوړه شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې د دغه ګوند استازي د نورو ترڅنګ خپل ټاټوبي ته د سوریایي پناهغوښتونکو د لویې برخې د چټک اخراج غوښتنه کړې ده.
په دغه سند کې راغلي چې «په ۲۰۲۶م کال کې باید د اخراج ستر عملیات ترسره شي؛ په منظمو پروازونو او همدارنګه سوریې او افغانستان ته د کسانو په استولو سره.»
د پرېکړهلیک په طرحه کې ټینګار شوی چې په سوریې کې داخلي جګړه پای ته رسېدلې ده، دغه هېواد د بیارغونې پړاو ته داخل شوی او المان هم د دغه بهیر ملاتړ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP