خوستښار (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت غړي انس حقاني د خوست په یوه دیني مدرسه کې جوړې شوې فراغتغونډې ته ویلي چې حکومتي مسوولین دې له خپل علم او منصب څخه په استفادې داسې کړنې نه ترسره کوي چې له امله یې خلک له اسلام او دین څخه متنفر شي.
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي غړي نن (۱۵ مرغومی) د خوست ولایت په یوه دیني مدرسه کې د فارغینو یوې غونډې ته د وینا پر مهال اوسنی حکومت د دیني عالمانو حکومت وباله او ویې ویل چې هغوی باید له خلکو سره په خپلو معاملو کې له عاجزۍ کار واخلي.
هغه زیاته کړه: «موږ باید ځانونه د خلکو خادمان او ملګري وبولو، له هغوی سره داسې معامله وکړو لکه په کور کې یې چې له خپل ورور سره کوو، خلک له اسلام او دین څخه متنفره نه کړو؛ دا ډېره مهمه ده، ځکه که په یوه عالم کې دا ځانګړتیاوې وي، کولای شي د خلکو زړونه وګټي.»
انس حقاني زیاته کړه چې له علم سره تواضع ډېره مهمه ده او دیني عالمان باید له دغه نسبت څخه ناسمه استفاده ونه کړي او بل مسلمان ته د نفرت په سترګه ونه ګوري.
نوموړي وویل، دیني عالمان باید خپلې د دعوت چارې باید د خلکو حساسیتونو ته په پام مخ ته یوسي او دا یو ډېر لوی مسوولیت دی.
د هغه په وینا: «دا تر سیاستونو هم لوی دی او د دې لپاره تر ټولو ښه لار منبر دی چې خبره عام او خاص ته رسېږي. دغه فرصت ته باید د اهمیت په سترګه وکتل شي، د هر کلي او هرې ټولنې اړتیاوې او نیمګړتیاوې په پام کې ونیول شي او د هغې له مخې دعوت وشي.»
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي غړي دغهراز وویل، دا مهال هېواد د دیني مدرسو له پلوه پر ځان بسیا دی، خو د کیفیت لوړول د دیني عالمانو مسوولیت دی، څو داسې ظرفیتونه وروزي چې د امت داعیان وګرځي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي ماليخان صدیق چې په یادو مراسمو کې یې ګډون کړی و، له دیني عالمانو وغوښتل چې د خلکو ستونزې په رښتیني ډول لوړپوړو چارواکو ته ورسوي او چارواکي خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړي.
هغه وویل: «د عوامو به ځینې ستونزې وي، خو ښايي خپله یې تر موږ ونه شي رسولی؛ دا د علماوو مسوولیت دی چې حق خبره چارواکو ته ورسوي، نورو وزیرانو ته یې وکړي او ما ته یې هم وکړي، که کومه تېروتنه په ما کې وي، مخامخ دې راته ووایي.»
د یادونې ده، د اسلامي امارت مشران او غړي تل په غونډو او ناستو کې پر دیني او حکومتي مسوولینو ټینګار کوي چې خپلې چارې د خلکو د باور د ساتنې په چوکاټ کې ترسره کړي؛ ځکه د واک او علم ناسم استعمال کولی شي پر ټولنه منفي اغېز ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP