Language

تخار کې د خلکو او سرو زرو یوه استخراجي شرکت ترمنځ نښته؛ د څېړنو لپاره پلاوی تللی

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴): د کانونو او پټرولیم وزارت تایید کړې چې د تخار په چاه‌اب ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او د سرو زرو یوه استخراجي شرکت ترمنځ نښته شوې چې له امله یې ځاني تلفات او مالي زیانونه اوښتي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ په کانیزو سیمو کې د ځینو ځایي خلکو او د سرو زرو د استخراج یوه قراردادي شرکت ترمنځ ستونزې او نښتې رامنځته شوې دي.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي: «له بده مرغه په دې پېښه کې ځاني تلفات او مالي زیانونه هم اوښتي دي.»

د هغه په خبره، د تخار ولایت د مقام په مشرۍ یو ګډ پلاوی د موضوع د څېړنې په موخه سیمې ته استول شوی او جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه د تېرې جمعې په ورځ شوې ده.