غزني ښار ( پژواک، ۱۷ مرغومي ۱۴۰۴): د غزني تخنیکي پوهنتون کې څلور بېلابېلې بنسټیزې پروژې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په یادو پروژو کې د پوهنتون کې د یو سړک جوړول، د اوبو رسونې پروژه او جومات جوړول شامل دي چې د لوړو زدهکړو وزارت له بودیجې څخه تمویلیږی.
د غزني تخنیکي پوهنتون مرستیال مفتي ګلبدین احمد یوسف وویل، د دغو پروژو له بشپړېدو سره د پوهنتون استادانو، کارکوونکو او زرګونو محصلینو ته د تګ راتګ، پاکو اوبو او مناسب تعلیمي چاپېریال له اړخه اسانتیاوې برابرې شوې دي.
هغه وایی چې لوړو زدهکړو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول او د بنسټیزو پروژو پلي کول د د اسلامي امارت له لومړیتوبونو دی او دا لړۍ به دوام ومومي.
د یاد پوهنتون محصلینو او استادانو د دغو پروژو وستایه وکړه او ویې ویل چې یادې اسانتیاوې به د تعلیمي بهیر پر کیفیت مثبت اغېز وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP