Language

لوګر کې د کهشان بند او کانال پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د کهشان بند او کانال پروژه – چې ۶۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او ۲۰۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي – ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

یاد وزارت نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژه د ۱۴۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړه شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې دغه پروژه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي مرسته او د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پلي شوې ده.