کابل (پژواک، ۱۷ جدی ۱۴۰۴): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د تخار ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې د خلکو او د سرو زرو د یوه شرکت د کسانو تر منځ په نښته کې نهو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او په دې تړاو دوه تنه نیول شوي دي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان، پرون (سهشنبه) ویلي و، چې تېره جمعه د تخار ولایت د چاهآب ولسوالۍ په معدني سیمو کې د خلکو او سروز زرو د یوه قراردادي شرکت د کسانو تر منځ نښته شوې، چې مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
هغه د مالي او ځاني زیانونو په اړه نور معلومات نه و ورکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن پژواک خبري اژانس ته وویل: «په چاهآب ولسوالۍ کې د خلکو او د سرو زرو د یوه شرکت د مسوولینو تر منځ نښته شوې چې په کې یو تن د شرکت او دری تنه د سیمې خلک شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان دي.»
د هغه په وینا، دوه کسان په دې پیښه کې د پولیسو له لوري نیول شوي، چې یو یې د شرکت امنیتي کس او بل یې د سیمې له اوسېدونکو دی.
قانع وایي چې اوس حالت نورمال شوی او د امنیتي ځواکونو تر بشپړ کنترول لاندې دی.
د ده په خبره، د تخار د والي مرستیال هم چاهآب ولسوالۍ ته تللی، ترڅو د دې پېښې څرنګوالی له نږدې وڅېړي.
قانع زیاتوي چې اوس مهال د یاد شوي شرکت فعالیتونه درول شوي او په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP