Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د وینزویلا په اړه د م.م اندېښنه: دولتونه باید د هېڅ هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې له زور کار وانه‌خلي

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومې ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د امریکا له برید وروسته د وینزویلا د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، وایي دولتونه باید د هېڅ هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ پر وړاندې له ګواښ او زور کار وانه‌خلي.

 امریکا متحده ایالتونو د مرغومې په ۱۳مه تر یوه برید وروسته، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن ونیول او نیویارک ته یې ولیږدول.  مادورو یې د نشه‌یي توکو پر قاچاق تورن کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر وینزویلا د امریکا برید د نړیوالو حقونو بنسټیز اصول کمزوري کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې امریکا پر وینزویلا خپل برید د ځینو مسایلو پر بنسټ توجیه کوي، خو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حساب‌ورکول د پوځي مداخلې او د نړیوالو حقونو د نقض له لارې نه شي تر لاسه کېدای.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې د وینزویلا راتلونکی باید یوازې د دغه هېواد د خلکو له لوري وټاکل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.