کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) یوه کارکوونکي د دغه هېواد په مینیاپولیس ښار کې یوه ښځه په ډزو وژلې ده.
رویټرز د ځایي او فدرالي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ یوه مامور تېره ورځ (چهارشنبه)، د کډوالۍ د اقداماتو زیاتېدو په ترڅ کې د مینهسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې یوه ۳۷ کلنه ښځه په خپل موټر کې په ډزو وژلې ده.
په راپور کې راغلي چې د وژل شوې ښځې د موټر مخکنۍ ښیښه کې د مرمیو سوري لیدل شوي، خو د نوموړې د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
په همدې حال کې، بيبيسي راپور ورکړی چې د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) د یوه مامور له خوا ډزې، د مینهسوتا ایالت د ځایي چارواکو له سختو غبرګونونو او د خلکو له اعتراضونو سره مل شوې دي.
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې یاد مامور «د ځان د دفاع» په خاطر ډزې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دې ښځې «په تاوتریخوالي سره» هڅه کړې وه چې یو مامور تر موټر لاندې کړي.
د مینیاپولیس ښاروال، جېکب فري، د فدرالي حکومت دریځ «بېمانا» بللی او له دغه ښاره یې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د مامورینو د وتلو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي چې پراخ مهاجرتي هجوم د بېباورۍ او تاوتریخوالي ډېرېدو لامل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP