هرات (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴): د هرات ولایت مقام وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې د ۲۴ میلیونه او ۲۶۸ زره ډالرو په ارزښت ۲۲ زره ټنه طبي بوټي له دغه ولایته بهر ته صادر شوي دي.
د هرات ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې د صادراتو دغه کچه د تېر کال د ورته مودې په نسبت درې برابره زیاتوالی ښيي چې دا په دغه ولایت کې د طبي بوټو د تولید او صادراتو په سکټور کې د پام وړ ودې څرګندونه کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، صادر شوي طبي بوټي د زرشک لرګي، تور زیره، شنه زیره، خوږولې، ادرک، دارچیني، اویشن او یو شمېر نور طبي بوټي شامل دي چې وروسته له پروسسه له هراته نړۍوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
په همدې حال کې د هرات ولایت مقام ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي ډاډ ورکړی چې د دغه ولایت ځایي اداره د کروندګرو، سوداګرو او د طبي بوټو صادروونکو د ملاتړ، د اړینو اسانتیاوو برابرولو، د صادراتو د بهیر د ښهوالي، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي د پراختیا په موخه اغېزناک او هر اړخیز اقدامات تر لاس لاندې لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP