Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دوو وزیرانو په ګډون پنځه لوړپوړي چارواکي تغییر او تبدیل شول

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴): د ا.ا ویاند وایي، د اوبو او انرژۍ او د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارتونو ته وزیران، د ټولګټو وزارت ته مالي او اداري معین او د برېښنا شرکت او بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاستونو ته رییسان وټاکل شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، ‎د اوبو او انرژۍ وزارت مخکنی وزیر ملا عبداللطیف منصور د کلیو بیارغونې او پراختیا د وزیر او د کلیو بیارغونې او پراختیا مخکنی وزیر ملا محمدیونس اخندزاده د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه ټاکل شوي دي.

دغه‌راز، هغه لیکلي چې د ټولګټو وزارت مخکنی مالي او اداري معین ملا عبدالحق همکار د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي رییس، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو مخکنی معین قاري محمدیونس راشد د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین په توګه او د افغانستان برېښنا شرکت مخکنی عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رییس په توګه ګومارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.