Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عمان هوايي چلند یو تخنيکي پلاوی په نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني سیال سره په ټیلېفوني اړیکه پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړې او عماني لوري ویلي چې د هېواد هوايي چلند یو تخنيکي پلاوی به یې په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي اميرخان متقي او د عمان سلطنت د بهرنيو چارو له وزير بدر بن حمد البوسعيدي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې خبرو کې د افغانستان او عمان پر دوو اړخيزو اړيکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ترانزیټي او ترانسپورټي همکاريو د پراختيا په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي، متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په دې وروستيو کې د پلاوو تبادله په ګڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مهم وباله.

خبرپاڼه زیاتوي، مولوي اميرخان متقي خپل عماني سيال ته په مناسب وخت کې کابل ته د سفر بلنه ورکړه او د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ یې په لوړه کچه سلا مشورې ګټورې وبللې.

یاد وزارت لیکلي، د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير په خپل وار د‌ دوارو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله د همکاريو د پراختيا لپاره مهم وبلله او زياته يې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د عمان د هوايي چلند تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

هغه هيله څرګند کړې چې د یاد پلاوي د سفر په ترڅ کې به د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړه ګټورې خبرې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.