Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال له کندهاره ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته ۲۵۰۰ کیلوګرامه شات صادر شوي

کندهار (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال له دغه ولایت ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته ۲۵۰۰ کیلوګرامه شات صادر شوي دي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د حشراتو برخې اقتصادي متخصص، ډاکټر عبدالوارث حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې روان لمریز کال د دغه ولایت د مچیو له فارمونو څخه ۵۶ ټنه شات تر لاسه شوي دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، له دې شاتو څخه دوه نیم ټنه یې د لومړي ځل لپاره ترکیې او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

حقمل وویل: «سږ کال د لومړي ځل لپاره ترکیې او یو څو نورو هېوادونو ته له کندهاره دوه نیم ټنه عسل صادر شوی دی، چې دا د ریحان ګل عسل دي او خلک یې ډېر مینه وال دي. دا عسل د شرکتونو له خوا صادر شوی او هڅه کوو چې په بهر کې د افغانستان د عسلو لپاره نور هم بازار پیدا کړي.»

هغه زیاته کړه چې په کندهار کې د عسلو فارمونه شاوخوا سل ته رسیږي، خو دغه فارمونه د هوا له بدلون سره په بېلابېلو وختونو کې ځینو نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي چې ځینې وخت زیاتوالی او کموالی په کې راځي.

د کندهار د مچیو فارم لرونکي وایي، که چیرې د عسلو د بسته‌بندۍ او بازارموندنې په برخه کې کار وشي، د کندهار شات به نور هم ښه بازار پیدا کړي، چې دا به د سوداګرو تر څنګ د فارم لرونکو پر اقتصاد هم ډېر ښه اغېز ولري.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د مچیو د یوه فارم مسؤل عبدالباري وویل: «موږ څو کاله کېږي چې د مچیو په برخه کې کار کوو، نورو ته مو هم روزنه ورکړې ده، خو زموږ غوښتنه هر وخت د بازار په اړه ده. که عسل ښه بازار ولري او د بهرنیو نامعلومه عسلو مخنیوی وشي، موږ هر څومره عسل تولیدولی شو.»

د مچیو د یوه بل فارم مسؤل محمد عمر وویل چې مسوولین باید د مچیو د درملو او فارمونو لپاره د نورو اړینو وسایلو په برخه کې همکاري وکړي، ځکه لا هم د ډېرو کسانو مچۍ له منځه ځي چې هغوی په دې برخه کې مسلکي روزنه او اړین وسایل نه لري.

ده زیاته کړه: «موږ څو واره مچۍ مړې شوې وې، نه پوهېدو چې څه وکړو، خو بیا په دې برخه کې مسلکي کسانو مرسته راسره وکړه. نو موږ غوښتنه کوو چې د فارمدارانو سره د وسایلو مرسته وشي او روزنه ورکړل شي، تر څو هغوی له فارمونو لاس وانخلي.»

په کندهار کې تر ډېره د عسلو ډول د ریحان ګل دی، خو یوه اندازه د لاچي یا ولي عسل هم له مچیو څخه تولیدیږي. د ریحان ګل عسل یو کیلوګرام له ۴۰۰ تر ۶۰۰ افغانۍ پورې بیه لري، خو د نورو ګلانو شاتو بیه تر دې ټيټه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.