کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴): سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو یادښت لاسلیک کړی چې له مخې یې متحده ایالات له هغو ۶۶ نړۍوالو سازمانونو وځي چې نور د امریکا ګټې نه تامینوي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې په دغه یادښت کې ټولو اجرایي وزارتونو او ادارو ته لارښوونه شوې چې له ۳۵ هغو سازمانونو سره چې په ملګرو ملتونو پورې تړاو نه لري او همدارنګه د ملګرو ملتونو له ۳۱ ادارو سره ګډون او مالي ملاتړ بند کړي چې د امریکا د ملي ګټو، امنیت، اقتصادي سوکالۍ او یا ملي حاکمیت پر ضد فعالیت کوي.
سرچینې لیکلي، دا پرېکړه د هغې ارزونې په تعقیب شوې چې د روان کال په پیل کې د ولسمشر په امر د ټولو نړۍوالو بینالحکومتي سازمانونو، کنوانسیونونو او تړونونو په اړه ترسره شوې وه چې امریکا پهکې غړیتوب لري او یا یې مالي ملاتړ کوي.
په اعلامیه کې راغلي: «له دغو سازمانونو وتل به د امریکايي د مالیهورکوونکو پیسې راوګرځي او له هغو ادارو سره د امریکا ښکېلتیا به نور پای ته ورسوي چې نړۍوالپاله اجنډاوې د دغه هېواد له لومړیتوبونو پورته ګڼي، یا مهمې مسئلې په غیرمؤثره او ناکاره توګه تعقیبوي؛ داسې چې د مالیهورکوونکو پیسې غوره ده په نورو لارو او د اړوندو ماموریتونو د ملاتړ لپاره ولګول شي.»
سرچینې لیکلي، ولسمشر ټرمپ د امریکا ګډون له هغو نړۍوالو سازمانونو سره پای ته رسوي چې د امریکا خپلواکي کمزورې کوي او د مالیهورکوونکو پیسې پر بېګټې او یا دښمنانه اجنډاوو لګوي.
سپینې ماڼۍ لیکلي، له دغو بنسټونو په وتو سره ولسمشر ټرمپ د مالیهورکوونکو پیسې سپموي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP