Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائيلو تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ فلسطينيانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلو تازه بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه بریدونه پرون د پنجشنبې په ورځ ترسره شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د غزې په سوېل کې د المواصي په سیمه کې د بې‌ځایه شوو خلکو پر خېمو د اسرائیلو د برید له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

همدارنګه، د غزې ښار د زیتون په سیمه کې په یوه بل برید کې څلور نور کسان وژل شوي او د غزې په منځنۍ برخه کې د البریج او النصیرات سیمې هم بمبار شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د غزې په شمال په جبالیا سیمه کې هم اسرائیلي ځواکونو د حمسا حوسو په نوم یوه ۱۱ کلنه نجلۍ په ډزو وژلې ده.

په راپور کې ویل شوي چې په ټوله کې د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان، چې پنځه ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

الجزیرې لیکلي، دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا په منځګړیتوب اوربند د اکټوبر له لسمې نېټې نافذ شوی و؛ خو د فلسطیني سرچینو په وینا، اسرائیل لا هم په غزه کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اکټوبر له ۱۱مې راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۴۲۵ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.