Language

کندوز کې یو کس له ۱۶۹ ګیلوګرامه نشه‌يي توکو سره نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې یو کس له ۱۶۹ کیلوګرامه نشه‌یي توکو سره نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ځواکونو د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په ایرنګ سیمه کې کشفي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې يې یو کس د ۴۹ کیلوګرامه چرسو په ګډون له ۱۶۹ کیلوګرامه نشه‌یي توکو سره نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، یاد توکي په ډېر ماهرانه ډول په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې قاچاق يې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.