کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، په خوست ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړېکې هغه حد ته رسیدلي، «د دې پر ځای چې موږ خلک کونج ته کړي، خلکو مو کونج ته کړي دي، هغه خلک چې غواړي موږ انزوا خوا ته بوځي، هغه خپله په انزوا کې دي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، دغه څرګندونې نن په خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې په فراغت غونډه کې کړي دي.
هغه وايي: «هغه خلک چې کوښښ کوي اسلامي امارت د انزوا په طرف بوځي، په میدان کې یې ځانته پریږدي، نن د اسلامي امارت د ښه سالم سیاست له برکته، له نړۍ سره زموږ اړېکې هغه حد ته رسېدلی، د دې پر ځای چې موږ خلک کونج ته کړي، خلک مو کونج ته کړي دي.»
دی زیاتوي: «هغه خلک چې غواړي موږ انزوا خوا ته بوځي، هغه په خپله انزوا کې دي، دنیا پرې بې اعتماده ده، پېژني یې چې د پیسو خلک یئ، که چا پیسې درکړې، هغه سره مو اشنایي هم راغله، نه مسلمان اعتماد پرې کوي نه کافر اعتماد پرې کوي.»
د کډوالو چارو وزیر وايي، اسلامي هغه نظام دی چې د نړۍ مسلمانان او کفار ورنه مطمین دي چې دا خلک د وفا او وعدې خلک دي.
ده دغه راز وويل چې نړۍوال په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادنونه دې افغان کډوالو ته په سپکه سترګه نه ګوري او هغوی ته دې اجازه ورکړي چې په داوطلب ډول هېواد ته راستانه شي.
هغه له افغان کډوالو هم وغوښتل چې په ګاونډيو هېوادونو کې دې خپل حسابونه تصفيه کړي او خپل ملک ته دې راشي څو له بې عزتۍ وساتل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP