Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۲۷ نوې لرغوني سیمې کشف شوې دي

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومې ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د لوګر د مرکز پل‌علم ترڅنګ په څرخ، بره‌کي‌برک، خروار او ازره ولسوالیو کې ۲۷ نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د لرغون‌پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د لوګر د لرغونو سیمو مسلکي سروې ترسره کړه چې په پایله کې یې د پل‌علم ترڅنګ په څرخ، بره‌کي‌برک، خروار، او ازره ولسوالیو کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف او د لرغونو سیمو په ملي ډېټابېس کې ثبت شوې.

سرچینه زیاتوي، د لومړنیو څېړنو له مخې، دغه سیمې په باختري- یوناني او اسلامي دورو پورې اړه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.