Language

د کابل – بګرام د ۶،۲ کیلومتر سړک رغولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۰۴): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د کابل – بګرام د ۶.۲ کیلومتره سړک رغولو هوکړه‌لیک د څه باندې ۴۵۵ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د نوي کابل ښار اړوند د کابل – بګرام عمومي سړک په ټوله کې شاوخوا ۴۳ کیلومتره اوږدوالی او سل متره سور لري.

سرچینه زیاتوي، دا چې هوا سړه ده، نو د روان کال لپاره د یاد سړک د ۶.۲ کیلومتره برخه چې شاوخوا ۵۰ متره سور به ولري، په قرارداد ورکړل شوه او ټولټال به پرې څه باندې ۴۵۵ میلیون افغانۍ لګښت راشي.

یاد وزارت لیکلي، د سړک پاتې برخه به په راتلونکو کلونو کې په قرارداد ورکړل شي.

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني هوډ څرګند کړی چې یاد سړک او نورې د لومړۍ درجه زیربناء چارې به ګام په ګام پر مخ بیایي او د نوي کابل ښار د ابادۍ چارې به چټکوي.