Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډله نن له اسټرالیا سره تمریني لوبه ترسره کوي

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه نن له اسټرالیا سره خپله لومړۍ تمریني لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبډله به نن د غرمې په ۱۲ بجو په خپله لومړۍ تمریني لوبه کې د اسټرالیا د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ دا لوبه په نمیبیا کې ترسره کېږي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، افغان لوبډله به خپله دویمه تمریني لوبه د جنورۍ په ۱۴مه د سریلانکا د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۵مه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په زمبابوې او نمیبیا کې پیلېږي.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د سوېلي افریقا، وېسټ‌انډیز او تانزانیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

دغه راز افغان لوبډله به د نړیوال جام په رسمي لوبو کې خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۶مه له سوېلي افریقا سره، دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۸مه له وېسټ‌انډیز سره او درېیمه لوبه د همدې میاشتې په ۲۱مه له تانزانیا سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.