کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر، شیخ ندامحمد ندیم د علمي همکاریو د پراختیا او ټینګښت په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته ولاړ.
د لوړو زدهکړو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې شیخ ندامحمد ندیم به د دې سفر په ترڅ کې د عمان له مسوولینو سره وګوري او د لوړو زدهکړو په برخه کې به د همکاریو د پراختیا، د علمي تجربو د تبادلې ترڅنګ د یاد هېواد له بېلابېلو بنسټونو او مرکزونو څخه هم لیدنې وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې سفر کې به د افغانستان او عمان ترمنځ د علمي اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP