Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غزني کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ د نهو لوبډلو ترمنځ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴): د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د «ژمني جام» د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش رئیس بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د یادو سیالیو موخه د ولایت په کچه د فوټسال سیالیو ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول، د اړیکو پیاوړتیا، او همدارنګه د غوره او بااستعداده لوبډلو پېژندنه ده، ترڅو په راتلونکي کې د ولایت او ملي سیالیو کې ښه استازیتوب وکړي.

هغه وویل، د پرانیستنې په لوبه کې د «عقابان میوند» لوبډله د «سیدالشهدا» ټیم پر وړاندې میدان ته ښکته شوه، چې په پایله کې د عقابان میوند لوبډلې د ۴–۲ امتیازونو په توپیر بریا خپله کړه.

د ده په وینا، یادې سیالۍ د اسلامي ثقافت په جمنازیوم کې پیل شوې، چې نږدې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي او غوره لوبغاړو ته به ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شي.

د یادو سیالیو یوه لوبغاړي محمدشریف پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې د فوټسال غوره رسمي سیالۍ پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې یادې سیالۍ کولای شي د فوټسال ورزشکارانو تجربې لا لوړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم په غزني کې د «الف لیګ» والیبال سیالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.