کابل (پژواک، ۲۳ مرغومې ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې د توپوهنې او فزیکي تکړښت په برخه کې نوي روزونکي ګومارلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، د انګلستان مجرب روزونکی ټابي راډفورډ د توپوهنې د نوي روزونکي او د همدې هېواد بل نوموتی روزونکی رابرټ اهمن د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه ټاکل شوي دي.
کرکټ بورډ ویلي، ټابي راډفورډ د انګلستان کرکټ بورډ د څلورمې درجې (ECB Level 4) روزونکی دی او په دې برخه کې اوږده مخینه او پراخه تجربه لري.
سرچینه زیاتوي چې رابرټ اهمن په دې وروستیو کې د انګلستان کرکټ بورډ د کړنو د ساینسي څېړنې او طبي برخې د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یاد روزونکي به د ویسټانډیز پر وړاندې د راتلونکې شل اوریزې لوبلړۍ له پیل وړاندې له افغان لوبډلې سره یو ځای شي.
ټاکل شوې یاده لوبلړۍ د روانې جنوري په ۱۹مه، ۲۱مه او ۲۲مه په متحده عربي امارتو کې تر سره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP