Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له سریلانکا سره تمریني لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه خپله دویمه تمریني لوبه نن له سریلانکا سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله به نن غرمه ۱۲ بجې خپله دویمه تمریني لوبه د سریلانکا له سیالې لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دا لوبه په نمیبیا کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، په خپله لومړۍ تمریني لوبه کې د اسټرالیا له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده، له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۵مه، د ۱۶ لوبډلو ترمنځ، په زمبابوې او نمیبیا کې پیلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.