Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابلوف: روسیې او امریکا تر اوسه د افغانستان په اړه هیڅ مستقیمې خبرې نه دي لرلې

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي چې تر اوسه د افغانستان په اړه د مسکو او واشنګټن ترمنځ هيڅ ډول اړیکه او یا مستقیمې خبرې نه دي ترسره شوې.

کابلوف له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: «هیڅ ډول تماس نه دی ټینګ شوی، له همدې امله تر اوسه په دې اړه هيڅ مستقیمې خبرې نه دي شوې.»

د هغه په خبره، په ۲۰۲۳ کال کې هم دواړو هېوادونو د افغانستان په اړه دوه‌اړخیز تماسونه نه لرل.

هغه وایي، په هغه وخت کې یې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره هم هيڅ ډول خبرې نه وې روانې.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي یادونه کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې، کله چې توماس وېسټ د «مسکو فارمت» غونډې په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره روسیې ته سفر وکړ، نړۍوال وضعیت په بشپړ ډول بل ډول و.

کابلوف همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د پسرلي هغې ناستې ته اشاره کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټريش په نوښت په دوحه کې جوړه شوې وه.

هغه ویلي، چې ده او د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ویلي وو، چې دوی نه شي کولی له هغه هېواد سره په یوه ټیم کې کار وکړي چې د افغانستان د خلکو پیسې یې نیولې او بېرته یې نه دي ورکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.