Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د بهرنیو چارو وزیر د سوداګرۍ او ترانزیټ او بهرنیو پانګه‌والو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرېدو برخو کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي، د مدیره پلاوي مرستیالانو، د مدیره پلاوي یو شمېر غړو او د خونې عامل پلاوي رییس د سه‌شنبې په ورځ د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د هغه په دفتر کې وکتل.

سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې هاشمي د سوداګرۍ، ترانزیټ، په افغانستان کې د پانګونې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند مسایلو، او د افغانستان د اقتصادي سکټورونو په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو پانګه‌والو د هڅونې او جلب په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د بهرنیو پانګه‌والو د لا ډېرې هڅونې په موخه د بهرنیو چارو له وزارته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له وړاندیزونو هرکلی وکړ او د سوداګرۍ، ترانزیټ، په ځانګړې توګه د بهرنیو پانګه‌والو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو برخه کې د دغه وزارت د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.