کابل (پژواک، ۲۴ جدی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اوزبېکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي چې دغه هېواد د افغان – ترانس اوسپنې پټلۍ پروژې اړوند مهمې تنظیمي ستونزې حل کړې دي او اوس مهال د دې پروژې د امکانسنجۍ مطالعې پر تدوین کار روان دی.
د ترند خبري اژانس د راپور پر اساس، دغه ګام د اوزبېکستان د ترانزیټي ظرفیتونو د پیاوړتیا او په سیمه کې د هغو د رول پراختیا لپاره اخیستل شوی دی.
په همدې حال کې، د چین – قرغیزستان – اوزبېکستان اوسپنې پټلۍ جوړول هم د اوزبېکستان د ترانزیټ د وړتیا زیاتولو برخه کې د دغه هېواد د پروګرامونو یوه برخه ده.
همدارنګه، د نړۍوال ځمکني ترانسپورټ برخه کې، اوزبېکستان له قرغیزستان او اذربایجان سره په ګډه د یوه برېښنایي جواز سیسټم معرفي کړی چې موخه یې پر پولو د تګ راتګ اسانه کول او د لوژستیکي کړنو زیاتول دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان – ترانس اوسپنې پټلۍ پروژه اوزبېکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي. د راپورونو له مخې، دغه پټلۍ ۷۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړولو لګښت یې پنځه میلیارده ډالر اټکل شوی او ابتدایي ساحوي څېړنې یې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې بشپړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP