Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له پاکستانه نیمروز ته د څه باندې درې ټنه درملو د قاچاق مخه نیول شوې ده

زرنج (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴): د نیمروز امنیه قومانداني وایي چې دغه ولایت ته له پاکستانه په قاچاقي ډول د څه باندې درې ټنه درملو واردېدو مخه نیول شوې ده.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل‌محمد قدرت پژواک خبري اژانس ته وویل چې د چهاربرجک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د درې ټنه او څلور کیلوګرامه طبي قاچاقي درملو واردېدو مخه نیولې ده.

د هغه په خبره، دغه درمل له ګاونډي هېواد پاکستانه په ناقانونه ډول او د ګمرکي مراحلو له طی کولو پرته نیمروز ته راوړل کېدل چې د امنیتي منسوبینو له لوري کشف او ضبط شول.

سرچینه زیاتوي چې د دې قضیې په تړاو نورې څېړنې روانې دي او له قاچاقچیانو سره به د قانون له مخې چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې، وروسته له هغه چې پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې، اسلامي امارت هم د روان کال د لړم په ۲۱مه له دغه هېواد سره ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې ودرولې، او د لړم په ۲۲مه د مالیې وزارت اعلان وکړ چې درې میاشتې وروسته له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوي.

په اعلامیه کې له پاکستانه د درملو له ټولو واردوونکو غوښتنه شوې وه چې تر یادې مودې خپلې سوداګریزې معاملې تصفیه کړي او له بدیلو لارو دې ګټه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.