Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار ښار کې د شاوخوا ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې

کندهار (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴): مسوولین وايي چې د کندهار ښار د اوومې ناحیې مربوطاتو کې د شاوخوا ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک پخولو چارې پیل شوې.

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سیف‌الله عاصم وویل، د ښار په اوومه ناحیه کې د پنجوایي دوه لارې سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه چې یاد سړک ۱۱۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري او لګښت یې د ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي.

عاصم وویل: «د دغه سړک د یوه لوري د قیرریزۍ چارې نن پیل شوې، تمه ده په دوو ورځو کې بشپړې شي؛ د بل لوري کارونه هم روان دي چې شاوخوا دوه‌نیمې میاشتې وخت به ونیسي.»

د اوومې ناحیې یوه اوسېدونکي صالح‌محمد وویل، پخوا دغه سړک ډېر تنګ او خراب و، چې له امله یې وخت ناوخت ترافیکي پېښې رامنځته کېدې، خو د سړک له پراخېدو سره به دا ستونزې هوارې شي.

هغه زیاته کړه: «که څه هم زموږ ځیني کورونه او دوکانونه نړول شوي، خو دا یو مهم او دایمي کار دی؛ سړک پراخ شو او د ترافیکي پېښو مخه به ونیول شي.»

د کندهار ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې تر دې دمه ۱۲ سترې پروژې بشپړې کړې چې ډېری یې د سړکونو رغونې پروژې دي او دا مهال د یو شمېر نورو لویو او وړو پراختیايي پروژو چارې هم روانې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.